Watermelon skin

دخټکي پوستکي
دخټکي پوستکي که لامده په ویښتانو وموښي ،یایې وچ کړي چي ښه کلک شي بیا یې نوواړه   اوړه کړي دسر په ویښتانو یې وموښي بیابیرته سر په پاکو اوبو پریولي چي ښه پاک شي یابل کوم صابون مابون یاشامپو مامپو هم ورکړي نوپروا نه لري ،نو دسر خانګره به بالکل ورکه شي اوویښتان چي چوي دوه یادرې سرونه کوي هغه به بیا نه کوي ،که یې څوک په هغو ځایونو یوڅو وختونه مسلسل موښي چي فالتو (چټي) ویښتان ورباندي راشنه کیږي لکه :دښځو لینګي ،مخ،لیچونه یانور دبدن غړي نوهغه چټي ویښتان به ورختم کړي اوبیا به نه راشنه کیږي ،که یې څوک په مخ اولاسونو یاپښو موښي  نوزښته ښه پوستکی ورتازه کوي اودسترګو لاندي توره لیکه ورختموي خوپام دي وي چي په باڼوګانو یې ونه موښي ،دخټکي پوستکی که نارینه خوري نوجنسي قوت ورزیاتوي ،که یې وکوټي اوله نورو شنو شیانو سره یې سلاته کړي اوخوري یې نودزړه پلې ورټینګوي اودبدن نوري پلې هم قوي کوي .
دخټکي پوستکی چي وچ کړي اوهره ورځ اته ګرامه ځني رااخلي په اوبو کي یې ایشوي اوخوري یې دمثانې ډبري ورختموي .
 دخټکیانوزڼي !
 دخټکیو په زڼیو کي فوسفور، وسپنه ،اویټامین بي پراته دي ، دخټکیانو په زڼیو کي : په هرو سلو ګرامونو کي (۳۲) زلالیات شته  اودپسه په غوښه کي په هرو سلو ګرامونوکي  (۱۵ – یا ۲۰ ) زلالیات پراته دي نوکه څوک دورځي سل ګرامه دخټکي زڼي خوري نودبدن احتیاجات یې دوسپني ،فوسفور ،ویټامین  B اوزلالیاتوله پلوه ټول وربشپړ کړل  ،دخټکي زڼي : دټوخي ،دستوني اوځيګر د درد اوتبو لپاره ګټور دي ،دخټکي دزڼیو مغز هم ښه بوی لري خوړل یې ادرار سموي نس نرموي اوله مخه ډېره ډېره حیاء جنسي  قوت زیاتوي .
اخځونه !
دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته چي په لنډوټکو کي ورځني  یادونه کوم !
دبادرنګ پوستکی دسر ددردلپاره غوره علاج دی که دچا پرسر درد وي نو دبادرنګ پوستکی دي  تازه وباسي اوپرتندي اونور سر دي کیږدي یوڅودقیقې وروسته به یې ان شاء الله  دردآرام شي .بادرنګ باید له پوست سره وخړل شي لکه له مخه چي مو یادونه  کړې وه که یې ورځني پاډي وایستلي بیا دي نوغورزوي دی نه بلکه  کار دي ورځني واخلي ، که یې وچ کړي بیا دي دلامبیدلو پروخت په بدن وموښي په اوبو کي دي ولړي بدن دي ورباندي لوند کړي چي وچ شي په نورو اوبو دي پریولي نودپوستکي ډیري ناروغۍ لکه ګرمکي ،لړمکي ،اوسرې دانې اونور پاړسوبونه ورسره ختمیږي ،اوکه داغه وچ شوي پوستکي واړه اوکپه کوي نودکولمو دناروغیو لکه :لوی چینجی ،دکولمو پاړسوب ،اوخرابوالی لپاره ګټور دي ،که یې زڼي وچ کړي اوسهار مهال پر تشه خوا یوه کپه له بورې سره کوي نوسخت اسهال به ورواچوي که دچا اسهال ته اړتیا وي  که دچا اسهال ته اړتیا وي نوسهار پر تشه خوا دي وچ زڼي له لږ بوري سره کپه کړي بیادې شی هم ورپسي نه  خوري لږ ګړی وروسته دي اوبه ورپسي  وڅیښي نواسهال به ورولي ،هم داراز دبادرنګو زڼي چي وچ کړي بیا یې دګلابو په اوبو ولړي پرمخ یې موښي یایې په ساده اوبو نري کړي پرمخ یې موښي  نودمخ پوستکی ښائسته کوي  اوتور ټکي یې ورختموي اودپوستکي دمقاومت ماده ورکي قوي کوي دبادرنګ په نوم چي صابون

Comments

Popular Posts