وردگ

ميدان وردګ ولايت

وردګ ولايت د كابل په لوديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار پكې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردګ قوم دى او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالى، لكه سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بسهود مركز او بهسود لومړۍ حصه دي.
جوړښت
دغه ولايت د هېواد د ګڼ مېشتو ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې ډېر لوستي خلك لري او د هېواد په هر حكومت كې د پام وړ رول لري. ددغه ولايت خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، د مڼو او كچالو د محصولاتو په برخه كې د هېواد تر ټولو مهم ولايت دى. پوهنې ته پكې ډېره پاملرنه كېږي.
تاریخچه
د وردګ ولايت پخوانۍ وضعیت
وردګ ولايت كه څه هم د هېواد له پلازمينې كابل په ۳۰ كېلومترۍ كې پروت ولايت دى او دكابل- كندهار لويه لار په همدې ولايت كې تېره شوې ده، چې له ډېرو وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل كېږي. په دغه ولايت كې د پرمختګ ډېر امكانات شته، خو د وخت د هېڅ حكومت لخوا ورته پاملرنه نه ده شوې او هر څه يې شاړ پراته دي. كه دې وردګ ولايت موقعيت ته ونه ګورو نو په نورو ځانګړتياوو كې كټ مټ له غور او دايكندي ولايت سره پرتله كېداى شي. د اوسني حكومت له راتلو مخكې خو يې مركز هم د هېواد له ډېرو ولسواليو څخه هم خوار ښكارېده. له يو درجن خټينو كورونو او نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته پكې هېڅ نه ليدل كېدل.
د وردګ ولايت اوسنۍ وضعه او پرمختګونه
كله به چې د وردګ ولايت د مركز (ميدانښار) نوم واخيستل شو، نو هر چا به دا فكر كاوه، چې گواكي دلته به خامخا يو لوى ښار وي. په زړه كې به يې ددې ولايت د ليدو هيله را وټوكېده، خو كله به يې چې ددې مركز ديدن نصيب شو، نو يوازې د نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته به يې نور هېڅ ونه ليدل، د ميدانښار د نوم او واقعيت ترمنځ واټن ته به هك پك شو. كله چې د طالب حكومت را پرځېدو ورسوسته په هېواد كې نوې اداره رامنځ ته شوه. په لومړي سر كې په دغه ولايت كې په پرله پسې توګه يو څو واليان لكه: قاضي رحيمي، حميدالله توخى، حاجي سيف الله احمدزى او رازمحمد دليلي يو پر بل پسې بدل او رابدل شول، چې ددوى په وخت كې په دغه ولايت كې هېڅ د پام وړ كار ونه شو، وروسته په ۱۳۸۳لمريز كال كې ښاغلى عبدالجبار نعيمي د وردګ ولايت والي شو، چې د ۱۳۸۷ ترچنگاښ پورې يې ددې ولايت چارې پرمخ يوړې او ورپسې ښاغلي محمد حليم فدايې راغى چې تراوسه ددې ولايت اداري چارې پر مخ وړي. د ښاغلي عبد الجبار نعيمي په راتلو سره په دغه ولايت كې د تېرو حكومتونو پرتله بېساري پرمختګونه وشول او د ولايت مركز ميدانښار تر ډېره بريده د ښار او ولايت بڼه خپله كړه. دغه موده د ولايت لپاره د نوښت او رغاونې زرينه موده ګڼل كېږي، چې ځينو مهمو برخو كې د پام وړ كارونو ته په لاندې توګه اشاره كولاى شو:

د ولايت مركز ميدانښار
دغه ولايت د ګوتو په شمېر يو څو خټينې هټۍ او كورونه لرل، دولتي ودانۍ له يوې خوا پكې ډېرې لږ او له بلې خوا د تېرو جنګ جګړو پرمهال ويجاړې شوې وې، په دې وروستيو كلونو كې د ولايت ټولې دولتي ودانۍ، لكه د ولايت مقام، رياستونه، روغتون، محكمه او امنيتي ودانۍ جوړې شوې، د مركز سړكونه او كوڅې پخې شوې. په ولايت كې ډېر تجارتي ماركېټونه، هوټلونه او لوړمنزله ودانۍ پيل شوې. د ښار شا اوخوا څو ښارګوټي نقشه او د كورنو په زرګونو نومرې ووېشل شوې. ولايت ته په لسګونو مؤسسې راغلې او ودانۍ يې جوړې او يا كرايه كړې. په ولايت كې دار المعلمين، د زراعت لېسه، ديني دارالعلومونه، راډيو ټلوېزون، سپورتي لوبغالى، پاركونه او جوماتونه جوړ شول. چې دې ټولو د وردګ ولايت په مركز كې د خلكو ګڼه ګوڼه، د سوداګرو تګ راتګ او پانګونه او د خلكو د اوسېدو شونتيا ډېره كړه او په دې سره د ميدانښار نوم خپل حيثيت خپل كړ. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۷۶ كال كې د ودګو ولايت د ميدانښار ښاروالۍ په ټول هېواد كې دريمه درجه خپله او جايزه يې ترلاسه كړه.

Comments

Popular Posts