دافغانستان اساسی قانون د ٢٢ مادی نه تر ٥٩ مادی پوری


دویم فصل: د اطباعو اساسی حقوق او وجایب



دوه ویشمه ماده
دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی
د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوی حقوق او وجایب لری
درویشتمه ماده
ژوند د خدا ى (ج) بخښنه او د انسان طبيعي حق دى، هيڅوك له قا نوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداى نشي
څلیرویشتمه ماده
آزادی د انسان طبیعی حق دی، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له لیارې تنظیمېږی، حدود نه لری
د انسان آزادی او کرامت له تېری خوندی دی
دولت د انسان د آزادۍ او کرامت په درناوی اوساتنه مکلف دی
پنځه ویشتمه ماده
د ذمې برائت اصلی حالت دی
متهم ترڅو چې د باصلاحیته محکمې په قطعی حکم محکوم علیه ونه ګرځی، بې ګناه ګڼل کېږی
شپږویشتمه ماده
جرم، یو شخصی عمل دی
د متهم تعقیبول، نیول، توقیفول او پرهغه باندې د جزا تطبیق بل هېچا ته سرایت نه کوی
اوه ویشتمه ماده
هېڅ یو عمل جرم نه ګڼل کېږی خو دهغه قانون له مخې چې د جرم تر ارتکاب دمخه نافذ شوی وی
هېڅوک د قانون له حکمونو پرته تعقیبېدای، نیول کېدای توقیفېدای نه شی
هېچاته سزا نشی ورکول کېدای مګر د با صلاحیته محکمې په حکم او د هغه قانون له احکامو سره سم چې د اتهام وړ عمل ترارتکابه مخکې نافذ شوی وی
اته ویشتمه ماده
د افغانستان هېڅ یو تبعه په جرم باندې د متهم کېدو له امله، بهرنی دولت ته نه سپارل کېږی، مګرد ورته معاملې او د هغو نړیوالو تړونونو له مخې چې افغانستان ورسره تړاو لری.
هېڅ افغان د تابعیت په سلبېدو او په افغانستان کې دننه یا بهر په شړل کېدو نه محکومېږی
نهه ویشتمه ماده
د انسان تعذیب منع دی
هېڅوک نه شی کولای چې له بل شخص څخه حتی د حقایقو د ترلاسه کولو لپاره که څه هم تر تعقیب، نیونې یا توقیف لاندې وی اویا په جزا محکوم وی، د هغه د تعذیب لپاره اقدام وکړی یا یې د تعذیب امر ورکړی
دانسانی کرامت مخالفي جزأ ټاکل منع دی
دیرشمه ماده
له متهم یا بل شخص څخه په زور تر لاسه شوې څرګندونې، اقرار یا شهادت اعتبار نه لری
په جرم اقرار، د متهم هغه اعتراف ته وایی چې په بشپړه خوښه او د عقلی روغتیا په حالت کې یې د باصلاحیته محکمې په وړاندې کړی وی
یودیرشمه ماده
هر څوک کولای شی چې له نیول کېدو سره سم له ځانه د اتهام دلرې کولو او یا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وکیل وټاکی
متهم حق لری چې له منسوب اتهامه ځان خبر کړی او د هغې مودې دننه چې قانون یی ټاکی، محکمه کې حاضر شی
دولت په جنایی پېښو کې د بیوزلی متهم لپاره مدافع وکیل ټاکی
د متهم او د هغه د وکیل تر منځ مکالمات، مراسلات او مخابرات له هر ډول تعرض څخه خوندی دې
د مدافع وکیلانو وظایف او واکونه د قانون له لیارې تنظیمیږی
دوه دیرشمه ماده
پور د پوروړی د آزادۍ د سلبېدو یا محدودیدو سبب نشی کېدلای
د پور د بیرته اخیستلو لارې چارې او وسایل د قانون له لیاری تنظیمېږی
دري دیرشمه ماده
د افغانستان اتباع د انتخابولو او د انتخابېدو حق لری
له دې حق څخه د ګټې اخیستو شرایط او لارې د قانون له لیاری تنظیمېږی
څلور دیرشمه ماده
د بیان آزادی له تېرې څخه خوندی ده
هر افغان حق لری چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا په نورو وسیلو له لارې، په دې اساسی قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړی
هر افغان حق لری د قانون له حکمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتی مقامونو ته وښیی، خپاره او نشر کړی
د مطبعو، راډیو او تلویزیون، د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعی ارتباط په نورو وسایلو پورې مربوط حکمونه د قانون له لیارې تنظیمېږی
پنځه دیرشمه ماده
د افغانستان اتباع حق لری چې د خپلو مادی او یا معنوی غوښتنو د تاْمین لپاره ، د قانون له حکمونو سره سم ټولنې جوړې کړی
:د افغانستان اتباع حق لری د قانون له حکمونو سره سم، سیاسی ګوندونه جوړ کړی، په دې شرط چې
د ګوند تګلاره او کړنلاره د اسلام د سپېڅلی دین د احکامو او په دې اساسی قانون کې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وی
د ګوند تشکیلات او مالی منابع څرګندې وی
نظامی او نظامی ډوله تشکیلات او هـدفونه ونه لری
له بهرنیو سیاسی ګوندونو یا نورو بهرنیو منابعو سره تړلی نه وی
د قوم، سیمې، ژبې او فقهی مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعالیت کول، جواز نه لری
هغه جمعیت او ګوند چې د قانون له حکمونو سره سم جوړېږی دقانونی موجباتواو باصلاحیتې محکمې له حکمه پرته نه منحل کېږی
شپږ دیرشمه ماده
د افغانستان اتباع حق لری چې د روا او سوله ییزو غوښتنود تاْمین لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وکړی
اوه دیرشمه ماده
د اشخاصود مخابرې او لیکونو آزادی او محرمیت که په لیکلی ډول وی یا د ټلفون او تلګراف یا نورو وسیلو له لارې، له تېری څخه خوندی دی
دولت د اشخاصو د مخابرو او لیکونو د پلټنې حق نه لری مګر د قانون له حکمونو سره سم
اته دیرشمه ماده
د شخص استوګنځی له تېری څخه خوندی دی
هېڅوک د دولت په ګډون نشی کولای د استوګن له اجازې یا د واکمنې محکمې له قرار پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون کی ښودل شوی، د چاکور ته ورننوزی یا یې وپلټی
د څرګند جرم په مورد کې مسوول مامور کولای شی د محکمې له مخکینۍ اجازې پرته د شخص کورته ورننوزی یا هغه وپلټی. نوموړی مامور مکلف دی کور ته له ننوتو یا پلټنې وروسته ، په هغه موده کې چې قانون یې ټاکی د محکمې پرېکړه ترلاسه کړی
نه دیرشمه ماده
هر افغان حق لری د هېواد هرګوټ ته سفر وکړی او استوګن شی خو له هغو سیمو پرته چې قانون منع کړې وی
هرافغان حق لری د قانون له حکمونوسره سم له افغانستان څخه بهر سفروکړی او بېرته راستون شی
دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو، ساتنه کوی
څلویښتمه ماده
ملکیت له تېری څخه خوندی دی
هېڅوک دملکیت د ترلاسه کولواو په هغه کې له تصرف کولوڅخه نه منع کېږی. مګرد قانون د احکامو په حدودوکې
د هېچا ملکیت د قانون له حکم او د باصلاحیته محکمې له پرېکړې څخه پرته نه مصادره کېږی
د شخص د ملکیت استملاک یوازې دعامه ګټو د تاْمین په مقصد د مخکینی او عادلانه بدل په ورکولو، د قانون له مخې، مجاز دی
د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان یوازې د قانون په حکم کېدای شی
یو څلویښتمه ماده
بهرنی اشخاص په افغانستان کې د عقاری مالونو د ملکیت حق نه لری
دعقار اجاره د پانګې اچونې په منظور د قانون له حکمونو سره سم جواز لری
د بهرنیو ملکونو پر سیاسی نمایندګیو او پر هغو بین المللی موْسسو باندې چې افغانستان پکې غړیتوب لری دعقاری مالونو پلورل دقانون له حکمونو سره سم جواز لری
دوه څلویښتمه ماده
هر افغان مکلف دی د قانون له حکمونو سره سم دولت ته مالیه او محصول ورکړی
هېڅ راز مالیه او محصول، د قانون له حکمه پرته نه وضع کېږی
د مالیې او محصول اندازه او د ورکړې ډول یې د ټولنیز عدالت په رعایت سره د قانون په وسیله ښوول کېږی
دا حکم د بهرنیو کسانو او موْسسو په برخه کې هم تطبیقېږی
هر ډول ورکړه شوې مالیه، محصول او عایدات، دولتی واحد حساب ته تحویلېږی
دري څلویښتمه ماده
زده کړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دی چې ترثانوی دورې وړیا د دولت له خوا تأمینېږی
دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباری زده کړو د تاْمین لپاره اغېزمن پروګرام طرح اوتطبیق کړی او د مورنیوژبو د تدریس لپاره په هغوسیمو کې چې پرې خبرې کېږی لاره هواره کړی
څلور څلویښتمه ماده
دولت مکلف دی د ښځو د زده کړو د پراختیا او توازند ایجاد په منظور، دکوچیانو دزده کړو د ښه والی اوپه هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړی
پنځه څلویښتمه ماده
دولت د اسلام د سپېڅلی دین د حکمونو او ملی فرهنګ پر بنسټ او له علمی اصولو سره سم، واحد تعلیمی نصاب جوړ او تطبیقوی او د ښوونځیو د دینی مضمونونو نصاب په افغانستان کې د شتو اسلامی مذهبونو پر بنسټ تدوینوی
شپږ څلویښتمه ماده ماده
د لوړو، عمومی او اختصاصی زده کړو د موْسسو جوړول او اداره کول، د دولت دنده ده
د افغانستان اتباع کولای شی د دولت په اجازه د لوړو، عمومی، اختصاصی او دسواد  زده کړو موْسسی جوړې کړی
دولت کولای شی بهرنیو کسانو ته هم د قانون له حکمونو سره سم د لوړو، عمومی او اختصاصی زده کړو د موْسسو دجوړولو اجازه ورکړی
د لوړو زد ه کړو په دولتی موْسسوکې دشاملېدو شرطونه او له هغو سره نورې مربوطې چارې، د قانون له لیارې تنظیمېږی
اوه څلویښتمه ماده
دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړوی
دولت د موْلف، مخترع او کاشف حقوق تضمینوی او په ټولو برخو کې علمی څېړنې هڅوی او ملاتړ یې کوی او دهغو له نتیجو څخه اغېزمنه ګټه اخیستل د قانون له حکمونو سره سم عاموی
اته څلویښتمه ماده
کار د هر افغان حق دی
د کار د ساعتونو ټاکل، او با معاشه رخصتۍ، دکار اوکارګر حقوق او له هغو سره نورې مربوطې چارې د قانون له لیلری تنظیمېږی
د قانون دحکمونو په حدودو کې د کار اوکسب انتخاب آزاد دی
نه څلویښتمه ماده
د جبری کار تحمیل منع دی
دجګړې، آفتونو او نورو داسې حالاتو په وخت کې چې عامه ژوند او هوساینه تهدید کړی فعاله برخه اخیستنه د هر افغان ملی وجیبه ده
پرماشومانو د کار تحمیل جواز نه لری
پنځوسمه ماده
دولت مکلف دی چې د یوې سالمې ادارې او د هېواد په اداری سیستم کې د سمون د رامنځ ته کېدو لپاره، لازم تدبیرونه ونیسی
اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حکمونو سره سم عملی کوی
د افغانستان اتباع حق لری د قانون دحکمونو په حدودو کې د دولتی ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړی. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنیت ته له زیان رسولو پرته، حدود نه لری
د افغانستان اتباع د اهلیت له مخې او له هر ډول توپیر پرته د قانون له حکمونو سره سم د دولت په خدمت منل کېږی
یو پنځوسمه ماده
هرڅوک چې له ادارې څخه بې موجبه زیانمن شی د تاوان اخیستلو مستحق دی او کولای شی د تاوان دترلاسه کولو لپاره په محکمه کې دعوا اقامه کړی
له هغو حالاتو پرته چې قانون ښودلی، دولت نشی کولای د باصلاحیته محکمې له حکمه پرته د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره اقدام وکړی
دوه پنځوسمه ماده
دولت د افغانستان دټولو اتباعو لپاره د ناروغیو د مخنیوی او دعلاج وسیلې او روغتیایی اسانتیاوې، د قانون له حکمونو سره سم تأمینوی
دولت له قانون سره سم دخصوصی طبی خدمتونو او روغتیایی مرکزونو جوړول او پراختیا هڅوی او ملاتړ یې کوی
دولت د سالمې بدنی روزنې د پیاوړتیا او دملی او سیمه ییزو ورزشونود پراختیا لپاره لازم تدبیرونه نیسی
دری پنځوسمه ماده
دولت د شهیدانواو مفقودینو د پاتې کسانو، له معلولینو او معیوبینو سره دمالی مرستواو روغتیایی خدمتونو د تنظیم لپاره د قانون له حکـمونو سره سـم لازم تدبیرونه نیسی
دولت د متقاعدینو حقوق تضمینوی او له زړو کسانو، بې سر پرسته ښځو او بې وسه یتیمانو سره د قانون له حکمونو سره سم لازمې مرستې کوی
څلور پنځوسمه ماده
کورنۍ د ټولنې اساسی برخه جوړوی او د دولت تر ملاتړ لاندې ده
دولت د کورنۍ او په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د جسمی او روحی روغتیا د تاْمین او دماشومانو د روزنې او د اسلام د سپېڅلی دین له احکامو سره د مغایرو رسومو د له منځه وړو لپاره لازم تدبیرونه نیسی
پنځه پنځوسمه ماده
له هېواد څخه دفاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجیبه ده
د عسکری مکلفیت د دورې د تیرولو شرطونه د قانون له لیارې تنظیمېږی
شپږپنځوسمه ماده
د اساسی قانون د حکمونو پیروی، د قوانینو اطاعت او دعامه نظم او امنیت ساتل د افغانستان د ټولو خلکو وجیبه ده
د قانون له حکمونو څخه بې خبرې عذر نه ګڼل کېږی
اوه پنځوسمه ماده
دولت په افغانستان کې د خارجی اتباعو حقوق او آزادۍ له قانون سره سم تضمینوی. دا کسان د بین المللی حقوقو د قواعدو په حدودوکې د افغانستان د دولت د قوانینو په رعایت مکلف دی
اته پنځوسمه ماده
دولت په افغانستان کې د بشر د حقوقو د رعایت د څارنې او ملاتړ لپاره، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون جوړوی
هرڅوک کولای شی دخپلواساسی حقوقود نقض په صورت کې دې کمېسیون ته شکایت وکړی
کمیسیون کولای شی د افرادو د اساسی حقوقو د نقض موارد قانونی مربوطو څانګو ته راجع کړی او دهغوی له حقوقو څخه په دفاع کې مرسته وکړی
دکمېسیون جوړښت او د کار ډول یې د قانون له لیارې تنظیمېږی
نه پنځوسمه ماده
هېڅوک نشی کولای په دې اساسی قانون کې له راغلو آزادیو او حقوقوڅخه په ناوړه استفادې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی وحدت پرضد عمل وکړی

Comments

Popular Posts