دلمانځه ټکی په ټکی ژباړه

دلمانځه ټکی په ټکی ژباړه


سُبْحَانَكَ اللهُمَّ : پاکي ده تالره اې الله!
وَبِحَمْدِكَ : او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ : او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ  : او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ  : او نشته د عبادت لايق بې له تانه
أَعُوذُ : پناه غواړم
بِاللَّهِ : په الله تعالى باندې
مِنَ الشَّيْطَانِ  : له شيطان
الرَّجِيمِ : رټل شوي نه
بِسْمِ اللَّهِ : شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ : چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ : چې خاص رحم کوونکى دی
اَلْحَمْدُ : ټول صفتونه
لِلّٰهِ  : خاص الله لره دي
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ  : چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ : چې عام مهربانه دى
الرَّحِیْمِۙ : چې خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ : واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ  : خاص تاته
نَعْبُدُ : عبادت کوو      
وَ اِیَّاكَ  : او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ : مدد غواړو  
اِهْدِنَا : برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ : په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ : نېغه باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ : په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ : چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ : پر هغوى
غَیْرِ : نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ : چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ : پر هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠ : او نه لار د ګمراهانو
آمين : اې الله! زموږ دعاء قبوله کړې
الله اکبر : الله تعالى ډېر لوى دى
قُلْ هُوَ اللّٰهُ : ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ : يو دى
اَللّٰهُ الصَّمَدُۚ : الله تعالى بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ : نه يې څوک زېږولي
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ : او نه له چانه زېږېدلى
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ : او نشته د هغه لپاره
كُفُوًا اَحَدٌ۠ : برابر هيڅوک
الله اکبر : الله تعالی ډېر لوی دی
سُبْحَانَ  : پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ : رب زما لره، چې لوى دى
سَمِعَ اللهُ  : اوري الله تعالى
لِمَنْ : وينا د هغه چا
حَمِدَهُ : چې صفت يې کوي
رَبَّنَا : اې ربه زموږ !
لَكَ الْحَمْدُ : تالره صفت دى
الله اکبر  : الله تعالى ډېر لوى دى
سُبْحَانَ  : پاکي ده
رَبِّيَ : رب زما لره
الْأَعْلَى : چې اوچت دى
الله اکبر : الله تعالى ډېر لوى دى
التَّحِيَّاتُ : ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ : خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ : او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ : او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ : سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ : اې پېغمبره!
وَرَحْمَةُاللَّهِ : او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ : او برکتونه د هغه ( الله تعالی )
السَّلاَمُ علينا : سلام دې وي پر موږ باندې
وَعَلَى  : او په
عِبَادِ اللَّهِ : بنده ګانو د الله تعالى
الصَّالِحِينَ : چې نېکان دي
أَشْهَدُ : زه ګواهي ورکوم
أَنْ لاَإِلَهَ : چې نشته لايق د عبادت    
إِلَّا اللَّهُ : مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ : او زه ګواهي ورکوم
أَنَّ مُحَمَّدًا : چې بېشکه محمد صلی الله عليه وسلم
عَبْدُهُ  : بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ :  او استازى د هغه (الله تعالی) دى
اللَّهُمَّ  : اې الله جل جلاله!
صَلِّ :  رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ  :  په محمد صلی الله عليه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ : او په کورنۍ د محمد صلی الله عليه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ : لکه څنګه چې تا رحم کړی
عَلَى إِبْرَاهِيمَ  :  په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ : او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ : بې شکه ته
حَمِيدٌ : ستايلى شوی
مَجِيدٌ  : او د لوړ شان والا يې
اللَّهُمَّ بَارِكْ  : اې الله برکت و اوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ  : په محمد صلی الله عليه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ  : او په کورنۍ د محمد صلی الله عليه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ :  لکه تا چې برکت اورولى وو
عَلَى إِبْرَاهِيمَ  : په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ : او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ : بېشکه ته
حَمِيدٌ : ستايل شوى
مَجِيدٌ : او د لوړ شان والا يې.
اللَّهُمَّ : اې الله!
رَبَّنَا : زموږ ربه
آتِنَا : راکړې موږ ته
فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً : په دنيا کې نېکي
وَفِي الآخِرَةِ  حَسَنَةً : او په اخرت کې نېکي
وَقِنَا : او وساتې موږ
عَذَابَ النَّارِ :  د اور له عذاب نه.

Comments

Popular Posts