شعر او سوله

دمورچل ځونان

ځوانه داچوک یی چی گئلی اوروی
دخپل نیکه اود ابا پرکلی 
دی هدیره کی دی خپلوان پراته دی
چوک یی پرون چوک یی پخوا ویشتلی 

بیا غاړه کی دمرد کیوډ که
بیا دی اوږی  له راکټونو درنی
بیاد اهاړ تږی مورچل ته درومی
بیادی پر ستړی مخ راماتی خولی

بیالکه باز پرلوړو څوکو گرځی 
بیا دی میدان ته سترگی سری نیولی 
پر کومو مځکوبه مرمی اوروی 
کومی ځوانی دی په قسمت لیکلی

دلته چی ته پر ماشه گوته ایږدی
هلته له مځکی نه اورونه زیږی
ستاد گولیو دباران له وهمه
اوس پر دښتونو غوټی نه سپړیږی

له هری لویشتی جنازی راپاڅی 
دمرگی چیغو کلی کور اخیستی 
پرشنو جلگو باندی دودونه گرځی 
ځوانه خبر سوی کابل اور اخیستی 

دخدای د پاره ځوانه مه اوروه 
دخپل اباد پرمینه سره اورونه
پریږده وراره دی دابی غیږه کی
ووینی گرم اوماشوم خوبونه

پریږده چی بیا دا سوځیدلی دشتی 
دپیغلو څنو ته گلونه راوړی
دغم له ساندو شټری سوی کوڅی
بیا اتڼونو ته ډولونه راوړی

پریږده چی بیا دشنه اسمان پرلمن
سپوزمی ته ستوری امیلونه راوړی 
بیا د ادم رباب نغمی ویښی کری
دمینی خوب ته تعبیرونه راوړی

بلادی واخلم میړنیه ځوانه
پریږده مورچل دا د خونیانو ځالی 
دا ستاد پلار ستا دټبر قاتلان 
دادرهزنو لوټمارانو ټولی

ستاد ښادی دغلیمانو زړونه 
په تباهیو باندی نه سړیږی 
دا دپردیو پرکاسو لوی سوی 
زموږ بیگانه په وینو نه مدیږی

پریږده چی سره کی د قدرت لیونی 
په بیگناه وینو خیرن لاسونه 
ته له مورچله گولی مه اوروه
ځوانه واری دی سم کاږه بریتونه 

Comments

Popular Posts