د افغانستان اساسی قانون


د افغانستان اساسی قانون


لومړۍ فصل: دولت
لومړۍ ماده
افغانستان، خپلواک، واحد، اونه بېلېدونکی اسلامی جمهوری دولت دۍ
دوهمه ماده
د افغانستان دین، د اسلام سپیڅلی دین دی.د افغانستان دین، د اسلام سپېڅلی دین دی
د نورو ادیانو پیروان د خپلو دینی مراسمو په ترسره کولو کې، دقانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دی
دریمه ماده
په افغانستان کې هېڅ قانون نشی نافذیدلی چې د اسلام د سپېڅلی دین او په دې اساسی قانون کې د راغلو ارزښتونو، مخالف وی
څلورمه ماده
په افغانستان کې ملی حاکمیت په ملت پورې اړه لری چې یې په مستقیم ډول خپله یایې د خپلو استازو له لارې عملی کوی
د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولری، عبارت دی
د افغان کلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق کېږی.
د ملت هیچ یو فرد له افغانی تابعیت څخه نه محرومېږی.
په تابعیت او پناه ورکولو پورې اړوندې چارې د قانون له لیارې تنظیمېږی.
پنځمه ماده
ددې اساسی قانون او نورو قوانینو د حکمونو تطبیق، له استقلال، ملی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د هېواد د امنیت او د دفاعی قابلیت تاْمین، د دولت له اساسی وظیفو څخه دی
شپژمه ماده
دولت د انسانی کرامت په ساتلو، د بشری حقوقو په ملاتړ، د اولسواکۍ په تحقق، د ملی وحدت په تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو کې د متوازنې پراختیا پر بنسټ د یوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی
اوومه ماده
دولت د ملګروملتو د منشور، دبین الدول د معاهدو د نړېوالو میثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لری، او د بشری حقوقو د نړیوالې اعلامیې رعایت کوی.
دولت د هر راز تروریستی اعمالو، دمخدره موادو د کرلو او قاچاق مخنیوی کوی
اتمه ماده
دولت د هېواد خارجی سیاست دخپلواکۍ، ملی ګټو ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو، مداخله نه کولو، ښه ګاونډیتوب، دوه اړخیز درناوی او دحقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظیموی
نهمه ماده
کانونه، او نورې ترځمکې لاندې زیرمې د دولت ملکیت دۍ
د دولت دملکیتونوساتنه او اداره او له طبیعی زیرمو او نورو عامه ملکیتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له لیارې تنظیمیږی
لسمه ماده
دولت، خصوصی پانګې اچونې او خصوصی تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پربنسټ د قانون له حکمونو سره سم، هـڅوی، ملاتړ یې کوی او مصـونیت یې تضمینوی
ادامه.............................. 

Comments

Popular Posts