دافغانستان اساسی قانون د ١١ مادی نه تر ٢١ پوری


دافغانستان اساسی قانون

یوولسمه ماده
په کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پورې تړلې چارې د هېواد له اقتصادی غوښتنو او د خلکو له ګټو سره سمې د قانون له لیارې تنظیمېږی
دوولسمه ماده
دافغانستان بانک، د دولت مرکزی بانک او مستقل دی
د پیسو نشرول، د هېواد د پولی سیاست طرح او تطبیق، دقانون له حکمونو سره سم د مرکزی بانک صلاحیت دی
ددې بانک تشکیل اودکارډول د قـانون له لیارې تنظیمېږی
دیارلسمه ماده
دولت د صنایعو د پراختیا، د تولید د ودې او دخلکو د ژوند د سطحې د لوړتیا او د کسبګرو د کار د ملاتړ لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبیقوی
څوارلسمه ماده
دولت د کرنې او مالدارۍ د پراختیا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادی، ټولنیزو او د ژوند د شرایطو د ښه کولو او د کوچیانو د میشتولو او د دوی د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالی توان په حدودوکې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبیقوی.
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځای د برابرولو په منظور او دعامه ملکیتونو د وېش لپاره د قانون له حکمونو سره سم او د مالی امکاناتو په حدودو کې لازم تدبیرونه نیسی
پنځلسمه ماده
دولت مكلف دى چې ځنگلونو او د چاپيریال د خوندي كولواو ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي
شپاړسمه ماده
د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلو څي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جمليڅخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي
په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلو څي، پشه يې، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه دريمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيميږي
دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياو ړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروگرامونه طرح او تطبيقوي
په هېواد كې د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پرټولو مروجو ژبو آزادې دي
په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کیږی

اوه لسمه ماده
دولت په بېلابېلو سطحو کې د معارف د لوړولو او د دینی زده کړو د پرمختیا او دجوماتونو، مدرسو او دینی مرکزونو د وضعې د ښه والی او تنظیم لپاره لازم تدبیرونه نیسی
اتلسمه ماده
د هیواد د کلیزې مبداْ د پیغمبراکرم (ص) پر هجرت ولاړ دی
د دولتی ادارو د کار بنسټ هجری لمریز کال دی
د جمعې ور ځې، د اسد ٢٨ او د ثور ٨ عمومي رخصتۍ دي، نورې رخصتۍ د قانون له ليارې تنظيمېږي
نولسمه ماده
د افغانستان بیرغ له دریو، تور، سور او زرغون رنګ لرونکو ټوټو څخه جوړ دی، درې واړه ټوټې په مساوی ډول له کیڼ نه ښی لور ته په عمودی توګه سره پرتې او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نیمایی دی چې په منځ کې یې د افغانستان ملی نښان ځای پرځای شوی دی
د افغانستـان د دولـت ملی نښگان له سپین رنګی محـراب او منبر څخه جوړ دی، چـې په دوو څنډو کـې یې دوه بیرغـونه او په منځ کې یې په برنۍ برخه کې د “لااله الا الله محمد رسول الله” مبارکه کلمه او الله اکبر او د راختونکی لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه کې یې د ۱۲۹۸ هجری شمسی تاریخ او د”افغانستان” کلمه، راغلی چې له دوو خوا وو څخه د غنمو وږی پرې راګرځول شوی دی. لـه بیرغ او ملی نښان څخه د استفادې څرنګوالی د قانون له لیارې تنظیمېږی
شلمه ماده
د افغانستان ملی سرود په پښتو ژبه دی

الله اكبر او دافغانستان د قوم ونو نومونه به پكې را ځي

یوویشتمه ماده
د افغانستان پایتخت دکابل ښار دی
     ادامه.............. 

Comments

Popular Posts